IQNA

د رمضان المبارک میاشتې د لیدو لپاره  اماراتو ډرونز تجروبه کړل

10:48 - March 02, 2025
د خبر لمبر: 3490719
 ایکنا - د متحده عربی اماراتو د فتوا شورا وئيلي دي، سږکال ئې د روژې دمبارکې میاشتې د هلال د لیدو لپاره په مصنوعي هوش او ذهانت سنبالو ډرونزو څخه  استفاده کړې ده.

ایکنانیوز  د امارات الیوم له قوله راپور راکړی،  د متحده عربی اماراتو  د  فتوا شورا په یوې اعلامیې کې ووئيل، د رمضان المبارک د میاشتې د لیدو لپاره ئې په نړۍ کې د  لومړنی هیواد په توګه  له ډرون څخه استفاده کړې ده.

 ددغې اعلامیې په اساس ، دغه ډرونز د آرټيفیشل انټیلیجنس (اې آئي) ټيکنالوجۍ باندې سنبال  دي.

ددغې شورا په اعلامیې کې تائيد شوې ده چې  دغه ارزونې  له کیمرو او دوربینونو پرته په سترګو سره  د  میاشتې پر لیدو سربیره  ترسره کیږي او په  درست هیواد کې د نجومي څار ځایونه   له مادرنو آوزارونو او  تر ټولو ښو آلو  استفاده کوي او  د میاشتې د لیدو په باب ځانونه ډاډمن کوي او  تائيد شوي علمي نتیجې او اټکلونه د میاشتې د څار په عملیاتو کې  له ملی مرکز سره د ملګرتیا او د څار  له ځانګړو اورګانونو سره په غږملتیاؤ سره ارزول کیږي.

په اماراتو کې د نجومو نړیوال مرکز اټکل کړی ؤ چې احتمالا به  د روژې مبارکه میاشت د مارچ له لومړۍ نیټې پیلیږي، چې  همداسې وشول.

د سعودي عربستان پآچائي  نظام هم  وئيلي دي، چې د جمعې په ماښام ئې دتامیر په څارځای او سدیر سیمې په څار ځاي کې  میاشت لید لشوي  او د کب دمباشتې لومړۍ نیټه به په عربستان کې د روژې لومړنۍ ورځ وي. البته د مصر ،قطر، اماراتو، بحرین ، کویت عمان، لبنان ،مراکش ، فلسطین، تیونس، موریتانیا ، انډونیشیا  اوملایشیا پشمول په یوشمیر عربو اواسلامی هیوادونو کې  پرون شنبې ورځې د رمضان المبارک میاشتې لومړۍ ورځ وه.

د متحده عربی اماراتو د حکومت د انساني سرچینو فیډرل ادارې  له دې مخکې د روژې په مبارکې میاشتې کې د حکومتي برخې د کارکونکو رسمي کاري ساعتونه اعلان کړي دي. ددې اعلامیې په اساس ،په رمضان میاشتې کې  د حکومتي ادارو د کار وخت له سهار نهو بجو څخه  تر دوه نیمو بجو پورې وی، د خصوصي برخې کارکونکو لپاره هم په روژې  مبارکې میاشتې کې  د هره ورځې  کاري ساعتونه تر دوو ساعتونو پورې کم شي.

https://iqna.ir/fa/news/4268792

captcha